ایکنانیوز د روزالیوسف له قوله راپور راکړی،ددغه مرکز پروژه د مصر د نوي اداري پلازمینې د کلتوري مرکز او جومات ټول مساحت شپږزره اوه سوه دیرش مربع میټر دی چې په دغه کمپلیکس کې دارالقرآن، د ارزښتمنو شیانو هال،د قرآڼ د هالونو لار یا پوړئ، د قرآڼ کریم تالار،د لويو قاریانو میوریزم او د سمینارونو یو ستر هال واقع دی.
د دارالقرآن هال ۵۰۰مربع مساحت لری چې دوه آسانسورونه(لفټونه) او مرمر څخه جوړې آلماریانې پکې په زړه پورې منظره وړاندې کوي.
اصلي لابي چې مساحت ئې زر مربع میټره دی دوه ستر هالونه پکې دي ، دیوالونه ئې له سنګ مرمر څخه جوړ او پکې کندنوسره منظرې جوړې شوي دي.چې په ۲۲ ستنو او په یوه په زړه پورې تاج پوښل شوی دی.
د دغه ستر هال ارزښتمن شیان چې مساحت ئې ۷۸۰مربع میټر دی،،درې دروازې لري او دیوالونه ئې له سنګ مرمرو جوړ دي.
ددغه جومات ډير ښکلی او له لیرې ښکاریدونکې ګبنسۍ هم اولس میټره پلَن او ۱۴ میټره لوړَ او داوبو ۲۴ اوبو رنګه ګلدستې جوړې دي. همداراز په دغه لوي کمپلیکس کې په تجهیزاتو کې د هواد تخلیّه کولو مرکزي سسټم ، له اوره د ساتلو سسټم ، په مختلفو ځایونو کې د ویډیوئي او آډیوئي کیمرې هم موجودې دي. د اصلي لارې او پوړئ مساحت ۱۰۰۰ مربع میټره او دیوالونه ئې هم له سنګ مرمرو او په ډير په زړه پورې انداز سره جوړړ شوي دي.
د مصر د اوقافو وزیر اسامه الازهري ددغه هیواد د نوي اداري پلازمینې له کلتوری مرکز او جومات سره اړونده دارالقرآن دلیدو په وخت د دارالقرآن له وړتیاؤ چې د قرآن د حفظ ، فهم او تفسیر په زمینې کې یو مخکښ مرکز دی، خبر کړئ شو.
الازهری په دې خبرې په ټينګار سره چې دغه دارالقران د علمی او دیني پوهونو د زیاتولو او د اعتدال لیدتوګې د خپراوي لپاره ډیر اهمیّت لري ،روښانه کړې ده ؛ دغه مرکزی دارالقرآن د قرآن کریم د ټولو مینه والو او د نړۍ د مختلفو هیوادونو د طلبه ؤ لپاره او دلوړو اخلاقو او پوهې سره دنسلونو د فارغ التحصیلۍ لپاره شروعات وي، چې د و ګړي او ټولنې له جوړیدا سره مرسته کوي.
هغه ټينګار وکړ ، چې عثماني مصحف چې د مصر د جومات په دارالقرآن کې ساتل کیږي، یوه خاصه نمونه ده چې د اسلامی میراث عظمت منعکس کوي. دغه قرآن نه یوازې د لوي دیني ارزښت بریښونکی دی ، بلکې د داسې تاریخي او هنری خلاقیّت بیلګه ده چې اسلامی تمدن په ټولو زمانو کې له نورو سره جلا کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4260468